BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
زېلینسکي سعودي عربستان ته رسېدلی، د اوکرایین د سولې خبرې کوم پړاو کې دي؟
د فرانسې او رویټرز خبري اژانسونو د یوه اوکراییني چارواکي له قوله رپوټ ورکړی، چې ولسمشر ولودیمیر زيلېنسکي نن د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د خبرو لپاره جدې ښار ته رسېدلی دی. رپوټونه وايي د اوکرایین ولسمشر به د سې شنبې پر ورځ د اوکرایین او امریکايي پلاويو ترمنځ خبرو کې ګډون ونه کړي.
هغه وخت چې د اسامه بن لادن ټوپک چلول نه و زده، خو د بلډوزر چلول یې زده و
سامه بن لادن له نن پوره ۶۹ کاله مخکې یعني د ۱۹۵۷ کال د مارچ پر لسمه په سعودي عرب کې وزیږېد. دی د خپلو دوستانو او خپلوانو له نظره له کوچینوالي یو شرمندوکی هلک و، خو په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال له پېښو وروسته او د نړیوال سخت دریځي تنظیم القاعده د مشر په توګه په ټوله نړۍ کې د ډېرو پام ورواوښت.
پښتونخوا کې په بدو کې د نجونو ورکولو دود ولې شته؟ د همداسې یوې نجلۍ پلار څنګه ځان وژلو ته اړ شو؟
د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې پولیس وايي چې یوه پلار په بدو کې د هغه د ۱۳ کلنې لور د ورکولو په اړه د جرګې تر پرېکړې وروسته ځان وژلی دی. په دې اړه د ډېره اسماعیل خان پهاړپور تاڼې کې د دولتي مامورانو له لوري عریضه کې ویل شوي چې دا پېښه په شمالي بګواني کلي کې شوې او د نجلۍ پلار د زهرو ګولۍ خوړلو سره خپل ژوند پای ته رسولی دی.
په اسپانیا او ایټالیا کې د پاکستان له یوې "سختدريځه ډلې" سره د اړیکو په تور ۱۱ تنه نیول شوي
د اسپانیا او د ایټالیا پولیسو په ګډو عملیاتو کې د پاکستان یوې "سختدریځه ډلې" ته د مالي مرستې رسولو، ورانکارۍ ته د خلکو د هڅولو او د احتمالي بریدونو لپاره د هدفونو موندلو په تور ۱۱ تنه نیولي دي. د اسپانیې 'د مرکزي لارښوونو محکمې' په دې اړه په خپاره کړي بیان کې ویلي چې دا عملیات د روانې مارچ میاشتې پر درېيمه نېټه د اسپانیا په بارسلونا او د ایټالیا په پياچینزا ښارونو کې ترسره شوي دي.
مارک کارني د کاناډا د لومړي وزير جسټن ټروډو ځايناستی شو: څوک دی؟
په کاناډا کې د لېبرال ګوند د ټاکنو د پايلو له مخې مارک کارني د لومړي وزير جسټن ټروډو ځاي ناستی شو او په راتلونکو څو ورځو کې به په رسمي ډول د نوې کابينې په جوړولو کار پیل کړي. ښاغلی کارني، چې د بریتانیا او کاناډا د مرکزي بانکونو مشري یې کړې، د یکشنبې په ماښام له بريا وروسته وویل، د امریکا نوې ادارې سره د وروستيو کړکېچونو له امله د ده په اند کاناډا "تياره ورځې په مخ کې لري، چې د یوه داسې هېواد لخوا پر موږ راوړل شوې چې نور پرې باور نشو کولی" .
سیمه او نړۍ
څه؟ څنګه؟ ولې؟
''قانون ماتونکي'' هغه فلم چې د روباټ جوړوونکو افغان نجونو کیسه پکې انځور شوې
د ''قانون ماتونکو'' په نامه هغه فلم چې کیسه یې د افغان روباټ چمتو کوونکو نجونو پر ژوند او مبارزه راڅرخي، په کاناډا او امریکا کې نندارې ته وړاندې شو.
ایا روژه ستاسو د کار پر تولید اغېز لري؟
ځینې کارکوونکي د ورځې په اوږدو کې د نه خوراک او څښاک له امله د ستړیا او د تمرکز د کمېدو له ستونزې سره مخامخېږي، په داسې حال کې چې نور بیا مثبتې اغېزې لکه د تمرکز زیاتوالی او د کاري دندو د تنظیمولو د وړتیا ښه کېدل احساسوي.
د تانیا تاجک د مینې او ژغورنې کیسه: "زما جنت دا دی چې یو ټپي حیوان روغ ووینم"
تانيا تاجک لپاره تر ټولو ستره خوشالي دا وي چې يو ناروغه يا ژوبل حيوان وژغوري، درملنه يې وکړي او بېرته يې روغتيا ته راولي۔ هغې سره دا وخت کور کې تر شلو ژغورل شوي سپي او پيشوګان دي چې ځينې به پکې ژر د هغې د کورنۍ مستقل برخه وګرځي او ځينې به بيا نورو کورنيو ته وسپاري۔
ولې د ښځو نړیواله ورځ مهمه ده؟
نن شنبه د (مارچ اتمه) د ښځو نړیواله ورځ ده. دا ورځ له څه باندې یوې پېړۍ راهیسې په ټوله نړۍ کې د ښځو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. دا ورځ د ښځو لاسته راوړنې په رسمیت پېژني او د لمانځنې تر څنګ یې د جنسیتي نا برابرۍ او توپیري چلند په اړه پوهاوی لوړوي. ملګرو ملتونو 'ټولو ښځو او نجونو لپاره: حقونه، برابري او ځواکمنتیا' ۲۰۲۵ کال لپاره د ښځو د ورځې شعار ټاکلې دی.
ټرمپ وايي د روسیې پرتله له اوکرایین سره معامله ډېره ګرانه ده
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د مسکو او کیېف ترمنځ د سولې خبرو د منځګړیتوب په هڅو کې "د روسیې پرتله له اوکرایین سره معامله ډېره ستونزمنه" ده. ټرمپ د جمعې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، امریکا "له روسیې سره ډېره ښه پر مخ ځي" او دا چې ښايي د کیېف پرتله "له مسکو سره معامله اسانه وي." دا په داسې حال کې ده چې هغه تر دې څو ساعته ورمخکې ویلي وو، پر دې کلک غور کوي چې پر روسیې باندې له اوکرایین سره د اوربند یوې هوکړې ته تر رسېدو پورې د لویې کچې بندیزونه او تعرفې ولګوي.
د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره
د منځني ختیځ کړکېچ
د اقلیم بدلون
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , Second Eye, ۰۹:۲۹, ۱۱ مارچ ۲۰۲۵, ۱۵،۰۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۶:۳۰, ۱۰ مارچ ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, Economy/Special Interview, ۱۵:۳۰, ۱۰ مارچ ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده
اقتصاد = د افغانستان، سیمې او نړۍ د اقتصادي مسائلو ارزونه
واورئ, ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۱۰ مارچ ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.